دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۵۵
د مطلب کود : 279835
القسام: د صهیونیسټ رژیم درې ټانکونه مو ویجاړ کړل
د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ پوځی څانګې «کتائب القسام» اعلان وکړ چې د مقاومت جنګیالیو د غزې تړانګې مختلفو سیمو ته د ننوتلو هڅه کوله د صهیونیسټ رژیم ۳ ټانکونه ویجاړ کړل.
افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس پوځی څانګې «کتائب القسام» نن (یکشنبه) د صهیونیسټی پوځیانو پرضد د مقاومت د عملیاتو نوی جزئیات اعلان کړل.
 
د حماس پوځي څانګې لومړی اعلان وکړ چې د مقاومت جنګیالیو د صهیونیسټ رژیم یو ټانک چې د غزې ښار شمال لویدیځ ته د ننوتو هڅه یې کوله ویجاړ کړ.
 
څو شیبې وروسته کتائب القسام اعلان وکړ چې د اسرائیلي پوځ دوه نور ټانګونه چې د «تل الحوا» سیمې جنوب لوېدیځ ته ننوتلي وو، د «یاسین ۱۰۵» راکټونو په وسیله ویجاړ شول.
 
په تیرو څو ورځو کښې د صهیونیسټ رژیم پوځ د غزې په ښار د حملې او د مقاومت د قوماندانانو د وژلو ادعاوې کولې خو امریکایی ورځپاڼې نیویارک ټایمز نن سهار څرګنده کړه چې د اسرائیلو عملیات حتی د حماس د لوړرتبه او منځنیو مشرانو وژلو ته هم نه دی رسیدلی. .
 
دې امریکايي ورځپاڼې راپور ورکړی چې د واشنګټن حکومت د تل ابیب رژیم ته ویلي چې د حماس مشران په نښه کړي؛ خو دا څرګنده نه ده چې دوی څومره بریالي شوي دي.
 
نیویارک ټایمز په دوام کې د باخبرو سرچینو په حواله لیکلي دي: «تر اوسه پورې د اسرائیلو عملیات د حماس د لوړ پوړو او منځنیو مشرتابه د صفونو له منځه وړلو ته نه دي نږدې شوي».
https://avapress.com/vdcjthe8iuqeaoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته