دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۲۵
د مطلب کود : 279804
دوو افغان لوبغاړو د اسیا په ازادو سیالیو کې د سرو زرو مډالونه وګټل
د تکواندو فدراسیون وايي چې دوه افغان ورزشکاران محسن رضايي او علي اکبر امیري د اسیا په ازادو سیالیو کې خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډالونه ترلاسه کړل.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د تکواندو فدراسیون په ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د تکواندو د ملي لوبډلې کپتان محسن رضايي د پاکستان او سعودي عربستان پنځو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډال ګټلی دی.
 
دغه فدراسيون دغه راز زياته کړه چې علي اکبر اميري خپلو مصري او پاکستاني سيالانو ته په ماتې ورکولو سره د هېواد لپاره د سرو زرو دويم مډال وګاټه.
 
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان په کوربه توب د نړۍ د ۲۳ هېوادونو ترمنځ د «G2» په نوم د اسيا د تکواندو د پرانيستې سيالۍ له دوو ورځو راهيسې په اسلام اباد کې پيل شوې دي.
https://avapress.com/vdcfx1d0jw6deca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته