کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دوو افغان لوبغاړو د اسیا په ازادو سیالیو کې د سرو زرو مډالونه وګټل

14 عقرب 1402 ساعت 12:25

د تکواندو فدراسیون وايي چې دوه افغان ورزشکاران محسن رضايي او علي اکبر امیري د اسیا په ازادو سیالیو کې خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډالونه ترلاسه کړل.


آوا - کابل: د تکواندو فدراسیون په ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د تکواندو د ملي لوبډلې کپتان محسن رضايي د پاکستان او سعودي عربستان پنځو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډال ګټلی دی.
 
دغه فدراسيون دغه راز زياته کړه چې علي اکبر اميري خپلو مصري او پاکستاني سيالانو ته په ماتې ورکولو سره د هېواد لپاره د سرو زرو دويم مډال وګاټه.
 
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان په کوربه توب د نړۍ د ۲۳ هېوادونو ترمنځ د «G2» په نوم د اسيا د تکواندو د پرانيستې سيالۍ له دوو ورځو راهيسې په اسلام اباد کې پيل شوې دي.


د مطلب کود: 279804

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279804/دوو-افغان-لوبغاړو-د-اسیا-په-ازادو-سیالیو-کې-سرو-زرو-مډالونه-وګټل

آوا
  https://www.avapress.com