دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۵۸
د مطلب کود : 279676
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پنځه پاکستاني پولیس وژل شوي دي
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه کې د پولیسو پر یوه مرکز د وسله والو په برید کې پنځه پولیس وژل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: پاکستانی رسنۍ د علی مردان خان ډومکی له قوله؛ د بلوچستان سرپرست وزيراعلي خبر ورکړى چې د سه شنبې په ورځ د بلوچستان په توربت سيمه کې د نصيرآباد پر پوليسو بريد نهو تنو وسله والو کړى چې له امله يې پنځه پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
 
ویل شوي، چې د بلوچ لیبریشن آرگنائزیشن په ګډون د پاکستان د حکومت پر ضد څو وسله والې ډلې د پاکستان په دغه ایالت کې فعالې دي او وخت په وخت د دغه هیواد پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.
 
تر اوسه کومې ډلې د دې وروستۍ پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
 
https://avapress.com/vdccmoqie2bqme8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته