کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پنځه پاکستاني پولیس وژل شوي دي

11 عقرب 1402 ساعت 11:58

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه کې د پولیسو پر یوه مرکز د وسله والو په برید کې پنځه پولیس وژل شوي دي.


آوا: پاکستانی رسنۍ د علی مردان خان ډومکی له قوله؛ د بلوچستان سرپرست وزيراعلي خبر ورکړى چې د سه شنبې په ورځ د بلوچستان په توربت سيمه کې د نصيرآباد پر پوليسو بريد نهو تنو وسله والو کړى چې له امله يې پنځه پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
 
ویل شوي، چې د بلوچ لیبریشن آرگنائزیشن په ګډون د پاکستان د حکومت پر ضد څو وسله والې ډلې د پاکستان په دغه ایالت کې فعالې دي او وخت په وخت د دغه هیواد پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.
 
تر اوسه کومې ډلې د دې وروستۍ پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
 


د مطلب کود: 279676

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279676/د-پاکستان-په-بلوچستان-ایالت-کې-پنځه-پاکستاني-پولیس-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com