دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۰
د مطلب کود : 279523
په ټول افغانستان کې د ورورولۍ او یووالي روحیه خپره ده
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقی د ترکیې په استانبول ښار کې له مېشتو افغانانو سره په کتنه کې وویل چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په جوړېدو سره په ټول افغانستان کې امنیت او د ورورولۍ او یووالي روحیه ټینګه شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس: په دې غونډه کې چې د يکشنبې په ورځ د عقرب د مياشتې په اوومه نېټه جوړه شوې وه، ښاغلي متقي وويل چې خلک کولای شي پرته له وېرې په ټول افغانستان کې تګ راتګ او سوداګري وکړي.
 
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د هغو پروژو یادونه هم وکړه چې د اسلامي امارت له تاسیس وروسته پیل شوې لکه د قوش تپې کانال، د سالنګ تونل، د کابل - کندهار سړک او د اوبو د بندونو جوړول.
 
د آریانا نیوز د راپور له مخې ښاغلي متقي د اداري فساد له منځه وړلو او د بهرنیو او کورنیو پانګونو ته په اشارې سره په استانبول کې له مېشتو افغان سوداګرو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
 
ویل کیږي، چې په دې غونډه کې علماوو، قومي مخورو او د کډوالو او محصلینو استازو هم خبرې وکړې او خپلې ستونزې یې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره شریکې کړې.
 
دغه راز ښاغلي متقي په استانبول کې د افغانستان د قونسلګرۍ مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د افغانانو د ستونزو د هواري لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي.
 
د يادونې ده، چې د بهرنيو چارو وزير په يوه رسمي سفر ترکيې ته تللى دى.
 
https://avapress.com/vdcdxn0xsyt05k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته