کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امیرخان متقي:

په ټول افغانستان کې د ورورولۍ او یووالي روحیه خپره ده

9 عقرب 1402 ساعت 13:40

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقی د ترکیې په استانبول ښار کې له مېشتو افغانانو سره په کتنه کې وویل چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په جوړېدو سره په ټول افغانستان کې امنیت او د ورورولۍ او یووالي روحیه ټینګه شوې ده.


آوا: په دې غونډه کې چې د يکشنبې په ورځ د عقرب د مياشتې په اوومه نېټه جوړه شوې وه، ښاغلي متقي وويل چې خلک کولای شي پرته له وېرې په ټول افغانستان کې تګ راتګ او سوداګري وکړي.
 
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د هغو پروژو یادونه هم وکړه چې د اسلامي امارت له تاسیس وروسته پیل شوې لکه د قوش تپې کانال، د سالنګ تونل، د کابل - کندهار سړک او د اوبو د بندونو جوړول.
 
د آریانا نیوز د راپور له مخې ښاغلي متقي د اداري فساد له منځه وړلو او د بهرنیو او کورنیو پانګونو ته په اشارې سره په استانبول کې له مېشتو افغان سوداګرو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
 
ویل کیږي، چې په دې غونډه کې علماوو، قومي مخورو او د کډوالو او محصلینو استازو هم خبرې وکړې او خپلې ستونزې یې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره شریکې کړې.
 
دغه راز ښاغلي متقي په استانبول کې د افغانستان د قونسلګرۍ مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د افغانانو د ستونزو د هواري لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي.
 
د يادونې ده، چې د بهرنيو چارو وزير په يوه رسمي سفر ترکيې ته تللى دى.
 


د مطلب کود: 279523

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279523/په-ټول-افغانستان-کې-د-ورورولۍ-او-یووالي-روحیه-خپره-ده

آوا
  https://www.avapress.com