دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۳
د مطلب کود : 279414
په کندز کې اورلګېدنې ۴۰۰ زره امریکايي ډالره زیان اړولی دی
د کندز سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د لرګیو په یوه کور کې د اور لګېدنې له امله ۴۰۰ زره امریکايي ډالره زیان اوښتی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د کندز د پولیسو ویاند جمعه الدین خاکسار افغان غږ خبری آژانس ته وویل: اورلګیدنه نن سهار ۱:۵۰ دقیقې د لرګیو په یوه پلورنځي کې د بریښنایی دستګاه د تودولو له امله رامنځ ته شوه چې د کندز ښار په لمړي ناحیه کې پیل او نن سهار تر پنځو بجو یې دوام وکړ.
 
د هغه په ​​وينا، کله چې اور وژونکي موټر ته ورسېدل، اور مړ شو او د دې کور څنګ ته پروت "کيبل بانک" ته د خپرېدو مخه ونيول شوه.
 
دکندز دپوليسو وياند زياته کړه چې په دې پيښه کې چاته زيان نه دى اوښتى خو څلور سوه زره امريکايي ډالره زيان اوښتى دى .
 
https://avapress.com/vdccsoqi02bqm08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته