کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندز کې اورلګېدنې ۴۰۰ زره امریکايي ډالره زیان اړولی دی

7 عقرب 1402 ساعت 15:23

د کندز سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د لرګیو په یوه کور کې د اور لګېدنې له امله ۴۰۰ زره امریکايي ډالره زیان اوښتی دی.


آوا: د کندز د پولیسو ویاند جمعه الدین خاکسار آوا ته وویل: اورلګیدنه نن سهار ۱:۵۰ دقیقې د لرګیو په یوه پلورنځي کې د بریښنایی دستګاه د تودولو له امله رامنځ ته شوه چې د کندز ښار په لمړي ناحیه کې پیل او نن سهار تر پنځو بجو یې دوام وکړ.
 
د هغه په ​​وينا، کله چې اور وژونکي موټر ته ورسېدل، اور مړ شو او د دې کور څنګ ته پروت "کيبل بانک" ته د خپرېدو مخه ونيول شوه.
 
دکندز دپوليسو وياند زياته کړه چې په دې پيښه کې چاته زيان نه دى اوښتى خو څلور سوه زره امريکايي ډالره زيان اوښتى دى .
 


د مطلب کود: 279414

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279414/په-کندز-کې-اورلګېدنې-۴۰۰-زره-امریکايي-ډالره-زیان-اړولی-دی

آوا
  https://www.avapress.com