افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بلخ ولایت د چاپیریال ساتنې رئیس مولوی محمد محمدی د
افغان غږ خبری آژانس خبریال د دغه ریاست د فعالیتونو په اړه وویل: زمونږ د پلټونکی ټیم د مزار ښار د مختلفو حوزو د فعالیت څارنه کوی.
هغه زياته کړه: زموږ موخه د سوداګريزو او ټولنيزو ځایونو د فعاليتونو محدودول نه دي، بلکې موږ غواړو چې په مزارشريف ښار کې د هوا، اوبو او غږ د ککړتيا مخنيوى وکړو او د بلخ د چاپېريال رياست د پلټنو ټيم په دې برخه کې کار کوي.
مولوي محمدي وويل، د بلخ ولايت د چاپېريال رياست په مزارشريف ښار کې د چاپېريال ساتنې، د وحشي ژوو د ساتنې، د هوا، اوبو او غږ د ککړتيا د مخنيوي په برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.
هغه وويل، چې په مزارشريف ښار کې د تشنابونو لپاره شاوخوا ٤٤ لوګي پاکوونکي نصب شوي او دغه رياست د چاپېريال ساتنې، د وحشي ژوو د ساتنې، د هوا، اوبو او شور د ککړتيا د مخنيوي لپاره هوډمن دى.
له بلې خوا د مزارشريف يو شمېر اوسېدونکو د بلخ ولايت د چاپېريال ساتنې رياست د کړنو هرکلى وکړ او ويې ويل: د ښاريانو د روغتيا لپاره پاک چاپېريال اړينه ده او دولتي مسوولين او خلک بايد هڅه وکړي، چې د دغه ولايت د چاپېريال ساتنې په برخه کې د هېوادوالو د روغتيا ساتنه وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د سړې په موسم کې په مزارشريف ښار کې د کورونو او تشنابونو د تودولو لپاره د ډبرو سکرو کارول زياتېږي او دغه عمل په ښاريانو کې د بېلابېلو ناروغيو لامل کېږي.