کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بلخ د چاپېریال ساتنې ریاست په منظم ډول په ښار کې د دوکانونو د فعالیتونو څارنه کوي

7 عقرب 1402 ساعت 15:17

د بلخ ولايت د چاپېريال ساتنې رييس وايي، چې د دغه رياست د پلټنو ټيم هره اوونۍ په مزارشريف ښار کې د ګمرکونو په ځانګړي ډول حمامونو، نانوايي او فابريکو له فعاليت څخه څارنه کوي.


آوا - مزارشریف: د بلخ ولایت د چاپیریال ساتنې رئیس مولوی محمد محمدی د آوا خبریال د دغه ریاست د فعالیتونو په اړه وویل: زمونږ د پلټونکی ټیم د مزار ښار د مختلفو حوزو د فعالیت څارنه کوی.
 
هغه زياته کړه: زموږ موخه د سوداګريزو او ټولنيزو ځایونو د فعاليتونو محدودول نه دي، بلکې موږ غواړو چې په مزارشريف ښار کې د هوا، اوبو او غږ د ککړتيا مخنيوى وکړو او د بلخ د چاپېريال رياست د پلټنو ټيم په دې برخه کې کار کوي.
 
مولوي محمدي وويل، د بلخ ولايت د چاپېريال رياست په مزارشريف ښار کې د چاپېريال ساتنې، د وحشي ژوو د ساتنې، د هوا، اوبو او غږ د ککړتيا د مخنيوي په برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.
 
هغه وويل، چې په مزارشريف ښار کې د تشنابونو لپاره شاوخوا ٤٤ لوګي پاکوونکي نصب شوي او دغه رياست د چاپېريال ساتنې، د وحشي ژوو د ساتنې، د هوا، اوبو او شور د ککړتيا د مخنيوي لپاره هوډمن دى.
 
له بلې خوا د مزارشريف يو شمېر اوسېدونکو د بلخ ولايت د چاپېريال ساتنې رياست د کړنو هرکلى وکړ او ويې ويل: د ښاريانو د روغتيا لپاره پاک چاپېريال اړينه ده او دولتي مسوولين او خلک بايد هڅه وکړي، چې د دغه ولايت د چاپېريال ساتنې په برخه کې د هېوادوالو د روغتيا ساتنه وکړي.
 
د يادونې وړ ده، چې د سړې په موسم کې په مزارشريف ښار کې د کورونو او تشنابونو د تودولو لپاره د ډبرو سکرو کارول زياتېږي او دغه عمل په ښاريانو کې د بېلابېلو ناروغيو لامل کېږي.
 


د مطلب کود: 279410

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279410/د-بلخ-چاپېریال-ساتنې-ریاست-په-منظم-ډول-ښار-کې-دوکانونو-فعالیتونو-څارنه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com