افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د مرکزي بانک مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه بانک رئیس ملا هدایت الله بدري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلی اوغلو سره په یو شمېر مالي او بانکي مسایلو خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې د مرکزي بانک رييس يادونه وکړه چې دغه بانک د نړيوالو قوانينو او مقرراتو په رڼا کې د نړۍ له ټولو مالي او بانکي بنسټونو سره د ښو اړيکو په لټه کې دى.
ښاغلي بدري د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي څخه وغوښتل چې د افغانستان د پرمختګونو رښتیني راپور نړیوالو ته وړاندې کړي، ترڅو نړیواله ټولنه د افغانستان د پرمختګونو په اړه رښتیني معلومات ترلاسه کړي.
دغه راز په دې کتنه کې د مرکزي بانک عمومي مدير صديق الله خالد په بانکي سکټور کې لګول شويو محدوديتونو ته په اشارې سره د ملګروملتونو سازمان ځانګړي همغږي کوونکي ته په بانکي برخه کې د پرمختګونو په باب هراړخيزه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې د ستونزو له امله په بانکي سکتور کې شته خنډونه له منځه تللي دي.
ښاغلي خالد د هېواد د بهرنیو اسعارو زیرمې د افغانانو حق وباله او د دغو زېرمو بندېدل یې د افغانانو په زیان وباله او هیله یې څرګنده کړه، چې نړیواله ټولنه به په دې برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړي.
په دې خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي د څرګندونو یادونه نه ده شوې.