دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۱۳
د مطلب کود : 279080
د پوليسو له خوا د بېلابېلو جرمونو په تور ۲۱ تنه ونيول شول
د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي، پولیسو د بلخ، تخار، کابل، زابل، هرات او هلمند ولایتونو څخه ۲۱ تنه د غلا او د خلکو د ځورولو په تور نیولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپل ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې پولیسو په بلخ، تخار، زابل، هرات، هلمند او کابل ولایتونو کې ۲۱ تنه د غلا او ځورونې په تور نیولي دي.
 
ده دغه راز ټينګار وکړ چې دهلمند ولايت د امنيې قوماندانۍ منسوبينو په تيره يوه اوونۍ کې ددغه ولايت له مرکز او ولسواليو څخه لس تنه دغلا په تور نيولي دي .
 
په همدې حال کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو په يو لړ بېلابېلو عملياتو کې د ٣٠ کيلو ګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تور دوه تنه په غور، دوه تنه د سرپل ولايت، دوه تنه له کابل او دوه تنه نور يې په پروان ولايت کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيولي دي.
 
https://avapress.com/vdcbw9b5grhbzgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته