کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کورنیو چارو وزارت ویاند:

د پوليسو له خوا د بېلابېلو جرمونو په تور ۲۱ تنه ونيول شول

2 عقرب 1402 ساعت 15:13

د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي، پولیسو د بلخ، تخار، کابل، زابل، هرات او هلمند ولایتونو څخه ۲۱ تنه د غلا او د خلکو د ځورولو په تور نیولي دي.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپل ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې پولیسو په بلخ، تخار، زابل، هرات، هلمند او کابل ولایتونو کې ۲۱ تنه د غلا او ځورونې په تور نیولي دي.
 
ده دغه راز ټينګار وکړ چې دهلمند ولايت د امنيې قوماندانۍ منسوبينو په تيره يوه اوونۍ کې ددغه ولايت له مرکز او ولسواليو څخه لس تنه دغلا په تور نيولي دي .
 
په همدې حال کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو په يو لړ بېلابېلو عملياتو کې د ٣٠ کيلو ګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تور دوه تنه په غور، دوه تنه د سرپل ولايت، دوه تنه له کابل او دوه تنه نور يې په پروان ولايت کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيولي دي.
 


د مطلب کود: 279080

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279080/د-پوليسو-له-خوا-بېلابېلو-جرمونو-په-تور-۲۱-تنه-ونيول-شول

آوا
  https://www.avapress.com