دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۸
د مطلب کود : 278975
په هرات کې څه دپاسه ٣٢ زره زلزله ځپلو ته روغتيايي مرستې ورسيدلې
د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی، چې د هرات په شپږو ولسوالیو کې له ۳۲۵۰۰ ډېر زلزله ځپلو ته طبي مرستې رسېدلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د افغانستان څانګې په ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې په دغو مرستو کې لومړنۍ روغتیایی مرستي او بیلابیل روغتیایی بستې شاملې دی.
 
د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر په راپور کې راغلي چې زلزلې څه باندې ۴۳ زره کسان په مستقیمه توګه اغېزمن کړي، چې ۲۳ سلنه یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.
 
له بلې خوا د خوړو نړیوال پروګرام اعلان وکړ چې په هرات کې له ۹۵ زره زلزله ځپلو سره له مرستو وروسته د دغه سازمان بودیجه په ختمېدو ده.
 
دغه بنسټ دا هم ویلي، چې د هرات زلزله ځپلي د خپل ژوند د بیارغونې لپاره له بېړنیو مرستو څخه زیات اړتیا لري.
 
د يادونې وړ ده، چې د راپورونو له مخې، په هرات کې د اکتوبر د اوومې او ١٥مې نېټې په دوو زلزلو او له هغې وروسته په رامنځته شوې زلزله کې نږدې ١٥٠٠ کسان وژل شوي او تر دوه زره زيات ټپيان دي.
 
https://avapress.com/vdcd5j0xkyt05n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته