د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی، چې د هرات په شپږو ولسوالیو کې له ۳۲۵۰۰ ډېر زلزله ځپلو ته طبي مرستې رسېدلي دي.
په هرات کې څه دپاسه ٣٢ زره زلزله ځپلو ته روغتيايي مرستې ورسيدلې
1 عقرب 1402 ساعت 10:38
د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی، چې د هرات په شپږو ولسوالیو کې له ۳۲۵۰۰ ډېر زلزله ځپلو ته طبي مرستې رسېدلي دي.
آوا - کابل: د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د افغانستان څانګې په ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې په دغو مرستو کې لومړنۍ روغتیایی مرستي او بیلابیل روغتیایی بستې شاملې دی.
د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر په راپور کې راغلي چې زلزلې څه باندې ۴۳ زره کسان په مستقیمه توګه اغېزمن کړي، چې ۲۳ سلنه یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.
له بلې خوا د خوړو نړیوال پروګرام اعلان وکړ چې په هرات کې له ۹۵ زره زلزله ځپلو سره له مرستو وروسته د دغه سازمان بودیجه په ختمېدو ده.
دغه بنسټ دا هم ویلي، چې د هرات زلزله ځپلي د خپل ژوند د بیارغونې لپاره له بېړنیو مرستو څخه زیات اړتیا لري.
د يادونې وړ ده، چې د راپورونو له مخې، په هرات کې د اکتوبر د اوومې او ١٥مې نېټې په دوو زلزلو او له هغې وروسته په رامنځته شوې زلزله کې نږدې ١٥٠٠ کسان وژل شوي او تر دوه زره زيات ټپيان دي.
د مطلب کود: 278975