دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۸
د مطلب کود : 278966
په خوست کې د امنیتي کمرو د نصبولو بهیر پیل شو
په خوست ولایت کې د اسلامي امارت امنیتي مسؤلینو اعلان کړی چې د خوست ښار په ځینو برخو کې د امنیتي کمرو د نصبولو لړۍ پیل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوست امنیه قومندانۍ سرپرست مولوي محمد صابر صابري وايي، د دغو کمرو په نصبولو سره به د مجرمینو په نیولو او تعقیب او د جرمونو په کمولو کې مرسته وکړي.
 
د خوست د دولتي خبري آژانس د خبر له مخې، د خوست پولیس وايي، ټاکل شوې چې دغه کمرې د خوست ښار ته د ننوتو په دروازو او د ښار په مهمو او لویو لارو کې نصب شي.
 
خو دخوست امنيه قوماندان دامنيت په تامينولو کې دخلکو له همکارۍ مننه وکړه .
 
د دې امنیتي کمرو د نصبولو پروسه به څو ورځې وخت ونیسي.
 
د خوست اوسیدونکو د امنیت دتامينولو او د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت د هڅو هرکلی وکړ.
 
له دې وړاندې د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د کابل په مختلفو سیمو کې د څه باندې ۶۰ زره امنیتي کامرو د نصبولو اعلان کړی و.
 
https://avapress.com/vdcd9j0x9yt05n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته