کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په خوست کې د امنیتي کمرو د نصبولو بهیر پیل شو

1 عقرب 1402 ساعت 9:58

په خوست ولایت کې د اسلامي امارت امنیتي مسؤلینو اعلان کړی چې د خوست ښار په ځینو برخو کې د امنیتي کمرو د نصبولو لړۍ پیل شوې ده.


آوا - کابل: د خوست امنیه قومندانۍ سرپرست مولوي محمد صابر صابري وايي، د دغو کمرو په نصبولو سره به د مجرمینو په نیولو او تعقیب او د جرمونو په کمولو کې مرسته وکړي.
 
د خوست د دولتي خبري آژانس د خبر له مخې، د خوست پولیس وايي، ټاکل شوې چې دغه کمرې د خوست ښار ته د ننوتو په دروازو او د ښار په مهمو او لویو لارو کې نصب شي.
 
خو دخوست امنيه قوماندان دامنيت په تامينولو کې دخلکو له همکارۍ مننه وکړه .
 
د دې امنیتي کمرو د نصبولو پروسه به څو ورځې وخت ونیسي.
 
د خوست اوسیدونکو د امنیت دتامينولو او د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت د هڅو هرکلی وکړ.
 
له دې وړاندې د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د کابل په مختلفو سیمو کې د څه باندې ۶۰ زره امنیتي کامرو د نصبولو اعلان کړی و.
 


د مطلب کود: 278966

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278966/په-خوست-کې-د-امنیتي-کمرو-نصبولو-بهیر-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com