افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر نن (یکشنبه، میزان ۳۰) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د دغه وزارت له غړو سره وکتل.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د قشقري د نفتو او ګازو د پروژې په برخه کې د افچین شرکت د فعالیتونو او اجراتو په اړه بحث او خبرې وکړې.
په اعلاميه کې ويل شوي دي چې د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست د قشقري پروژې د کار د ښه والي او چټکتيا او د شته ننګونو د حل په خاطر د کميټې غړو ته لارښوونې وکړې او په لا زيات شفافيت او چټکتيا يې ټينګار وکړ.
له بلې خوا د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د قشقري د ۴۰ زره ټنه خام تیلو داوطلبۍ نن د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور، مرستیالانو او د افچین شرکت د رئیس په حضور کې ترسره شوه.
دغه وزارت وايي، دغه داوطلبۍ د یوې رڼې او عادلانه پروسې له مخې د څلورو شرکتونو په ګډون ترسره شوه چې د داوطلبۍ شرایط یې پوره کړي وو او د (TOF تېلو تصفیه کولو شرکت) د څلویښت زره ټنه خام تېلو د پېرلو حق یې ترلاسه کړ.