دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۷
د مطلب کود : 278888
د مسافر وړونکو موټرو په چت کې د بار لیږدول منع دي
د اسلامي امارت د ترانسپورت وزارت اعلان کړی، چې له دې وروسته به مسافر وړونکي موټر د خپلو چتونو کې بار نشي وړلی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ترانسپورت وزارت د ایکس پاڼي له لارې لیکلی چې د مسافرینو د خوندیتوب او د معیارونو د تطبیق په موخه د مسافر وړونکو موټرو چلوونکو ته امر شوی چې په چت کې د بار وړونکو توکو له لېږدولو ډډه وکړی.
 
د اسلامي امارت د ترانسپورت وزارت هم ویلي چې په کابل کې د مسافر وړونکو موټرو د پلټنې او کنټرول په ترڅ کې له یو شمیر مسافر وړونکو بسونو څخه اضافي او غیر معیاري څوکۍ هم لرې شوي دي.
 
د یادولو وړ ده چې د کارپوهانو په وینا، د مسافر وړونکو موټرو په چت کې د اضافي بار وړل د موټرو توازن ګډوډ کولی شي او د چپه کیدو لامل کیږي.
 
https://avapress.com/vdcg779x7ak9u74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته