کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مسافر وړونکو موټرو په چت کې د بار لیږدول منع دي

30 میزان 1402 ساعت 10:17

د اسلامي امارت د ترانسپورت وزارت اعلان کړی، چې له دې وروسته به مسافر وړونکي موټر د خپلو چتونو کې بار نشي وړلی.


آوا - کابل: د ترانسپورت وزارت د ایکس پاڼي له لارې لیکلی چې د مسافرینو د خوندیتوب او د معیارونو د تطبیق په موخه د مسافر وړونکو موټرو چلوونکو ته امر شوی چې په چت کې د بار وړونکو توکو له لېږدولو ډډه وکړی.
 
د اسلامي امارت د ترانسپورت وزارت هم ویلي چې په کابل کې د مسافر وړونکو موټرو د پلټنې او کنټرول په ترڅ کې له یو شمیر مسافر وړونکو بسونو څخه اضافي او غیر معیاري څوکۍ هم لرې شوي دي.
 
د یادولو وړ ده چې د کارپوهانو په وینا، د مسافر وړونکو موټرو په چت کې د اضافي بار وړل د موټرو توازن ګډوډ کولی شي او د چپه کیدو لامل کیږي.
 


د مطلب کود: 278888

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278888/د-مسافر-وړونکو-موټرو-په-چت-کې-بار-لیږدول-منع-دي

آوا
  https://www.avapress.com