دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۸
د مطلب کود : 278764
ناروي افغانستان ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو اعلان وکړ
په افغانستان کې د ناروې شارژدافیر د اسلامي امارت د عامه چارو له سرپرست وزیر قلندر عباد سره په کتنه کې له افغانستان سره د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې د خپل هیواد د همکارۍ اعلان وکړ او ویې ویل چې هڅه کوي د افغانستان د روغتیا وزارت او نړیوالې ټولنې د اړیکو د ټینګښت لپاره زمینه برابره کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر نن (پنجشنبه، میزان۲۷) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد په افغانستان کې د نړیوالو دوستانو د هرات زلزله ځپلو کورنیو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندي کولو قدرداني وکړه.
 
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وویل: دا د دغه وزارت او مرستندویه بنسټونو د روغتیايي ټیمونو او تاسیساتو هڅې وې چې زلزله ځپلو سیمو ته په بېړنۍ توګه روغتیايي خدمات رسېدلي دي.
 
نوموړي په نورو بېلابېلو برخو کې د ناروې له مرستو مننه وکړه.
 
په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر پاول کلومن بیکر وویل، هېواد یې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې همکارۍ ته ژمن دی.
 
هغه زياته کړه، هڅه کوي له بهرنۍ نړۍ سره د افغانستان د عامې روغتيا وزارت اړيکې او تعامل زيات کړي.
 
د يادونې وړ ده، چې د هېواد په روغتيايي برخه کې د بشري مرستو له بندېدو وروسته د هېوادوالو لپاره روغتيايي خدمات د پام وړ کم شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcjmoe8xuqeaaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته