دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۳۲
د مطلب کود : 278681
د سټنډرډ ملي اداره؛ په تیرو لسو ورځو کې د تیلو ۱۰۳ ټیټ کیفیت لرونکي ټانکرونه ایران ته راستانه شوي دي
د هېواد د سټنډرډ ملي اداره وايي، په تېرو لسو ورځو کې یې د ټیټ کیفیت تېلو ۱۰۳ ټانکرونه ایران ته لېږدولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن چهارشنبه د میزان ۲۶ مه د هېواد د سټنډرډ ملي ادارې په خپله اکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې په تېرو لسو ورځو کې یې له ایرانه ۱۰۳ ټیټ کیفیت لرونکي تېل وړونکي ټانکرونه بېرته لېږدولي دي.
 
د ملي سټنډرډ ادارې ویلي، چې دغه تېل وړونکي ټانکرونه د فراه د ۷۸ میله بندر له لارې بېرته ایران ته لېږدول شوي، چې تر دې وړاندې د افغانستان د ملي سټنډرډ ادارې څو ځلې ایران ته د ټیټ کیفیت د تېلو د لېږدولو اعلان کړی و.
 
وروسته له هغه چې ایران ته د تېلو سلګونه ټانکرونه راستانه شول، په هرات کې د دغه هېواد قونسل جنرال وویل چې په دې برخه کې به یو ګډ میکانیزم جوړ کړي.
 
د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت هیواد ته د بې کیفیته تیلو د واردولو د مخنیوي په خاطر د بندرونو څارنه زیاته کړې ده.
 
https://avapress.com/vdch66niz23nq-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته