دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۱
د مطلب کود : 278564
معلولینو او د شهیدانو وارثینو ته د څه باندې ۱۱ زره الکترونیکي پېژندپاڼو وېش
د شهیدانو او معلولینو وزارت د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش مرکز د همغږۍ مشر وايي، د شهیدانو او معلولینو وزارت په چوکاټ کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ توانېدلې، چې ۱۱۴۰۰ معلولینو او د شهیدانو وارثینو ته برېښنايي پېژندپاڼې ووېشي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د شهیدانو او معلولینو وزارت د الکترونیکي تذکرو د ویش د مرکز د همغږۍ رییس ذبیح الله عظیمي وايي چې له تیر کال راهیسې د شهیدانو او معلولینو په وزارت کې د الکترونیکي تذکرو د ویش لړۍ پیل شوې ده.
 
هغه زياته کړه، چې دغه مرکز هره ورځ شاوخوا ٨٠ تنه مراجعین لري، چې ٥٠ تنه يې د بايوميټريک معلوماتو د ثبت او پاتې نور يې د نورو خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه دغه مرکز ته ورځي.
 
د ښاغلي عظيمي په وينا، په دغه مرکز کې معلولينو او د شهيدانو وارثينو ته ګڼې اسانتياوې برابرېږي او د دې تر څنګ د برېښنايي پېژندپاڼو فورمې په وړيا ډول ډکېږي او هغوى ته د تګ راتګ زمينه برابرېږي.
 
يو شمېر هغه ښاريان چې د برېښنايي تذکرو د ترلاسه کولو په موخه دغه مرکز ته راغلي، له کارکوونکو او مراجعينو سره د ښه چلند په اړه خوښي څرګندوي او د برېښنايي تذکرو ترلاسه کول د هېوادوالو مسووليت ګڼي.
 
د برېښنايي تذکرو د اخیستو یو تن غوښتونکی نظر محمد وايي، دا مرکز د شهیدانو او معلولینو د وارثینو لپاره جوړ شوی او د دغه پېژندپاڼې په ترلاسه کولو سره چې یو معتبر او نړیوال هویت دی، موږ ته ډېرې اسانتیاوې برابروي.
 
دغه مرکز ته د برېښنايي تذکرو يو بل غوښتونکی سيد برات وايي، چې زه دلته د دې لپاره راغلی يم، چې نوم ليکنه وکړم او د معلوليت د اسنادو له پړاوونو تېر شوم او برېښنايي تذکرې ته اړتيا لرم، دوی کولای شي له دغه مرکز څخه خپل برېښنايي تذکره ترلاسه کړي.
 
د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې مسوولین وايي، دغه اداره ژمنه ده، چې هېوادوالو ته پر وخت او متوازن خدمات وړاندې کړي او په همدې موخه یې په لرو پرتو سیمو او ولسوالیو کې د برېښنايي تذکرو د وېش مرکزونه پراخ کړي، څو د یادو سیمو اوسېدونکي وکولای شي په اسانۍ سره خپل الکترونیکي تذکرې ترلاسه کړي.
 
https://avapress.com/vdch-6nik23nqmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته