دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۵
د مطلب کود : 278331
د اسراییلو وحشیانه جنایتونه د دې ښکارندويي کوي چې نړیوال نظم له اخلاقي پلوه له منځه تللی دی
د افغانستان د اسلامي امارت لوړپوړي غړي انس حقاني په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټي رژيم لخوا د فلسطینیانو وژله د بشریت او نسل وژنې یوه بیلګه وبلله او ویې ویل نړیوال نظم په بشپړه توګه له اخلاقي پلوه له ماتې سره مخ شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل د افغانستان د اسلامي امارت لوړپوړي غړي انس حقاني په خپله X ټولنیزه پاڼه کې د غزې په تړانګه کې د صهیونیسټي رژيم له خوا د فلسطینیانو وژنه د بشریت ضد جنایت او نسل وژنې یوه بیلګه وبلله او ویې ویل: نړیوال نظم په بشپړه توګه له اخلاقي پلوه سقوط کړی دی.
 
  ښاغلي حقاني زیاته کړه: یو ځل بیا د ګڼو هېوادونو او د بشري حقونو د اړوندو ادارو چوپتیا په اخلاقي ازمایښت کې د دوی ناکامي ښيي او د دوی اعتبار تر بل هر وخت ننګوي.
 
هغه زیاته کړه: دغه وحشیانه جنایتونه او د اسرائیلو د ملاتړو خواشیني ثابتوي چې نړیوال نظم په بشپړه توګه له اخلاقي پلوه له منځه تللی دی.
 
د یادولو وړ ده چې د غزې په تړانګې د صهیونیسټ رژیم حملې وروسته له هغې پیل شوې چې د حماس ځواکونو په نیواکي سیمو باندې په ناڅاپي حملو کښې څه دپاسه ۱۵۰۰ صهیونیسټان ووژل.
 
https://avapress.com/vdcjtoe8vuqeatz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته