کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

انس حقاني:

د اسراییلو وحشیانه جنایتونه د دې ښکارندويي کوي چې نړیوال نظم له اخلاقي پلوه له منځه تللی دی

22 میزان 1402 ساعت 14:45

د افغانستان د اسلامي امارت لوړپوړي غړي انس حقاني په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټي رژيم لخوا د فلسطینیانو وژله د بشریت او نسل وژنې یوه بیلګه وبلله او ویې ویل نړیوال نظم په بشپړه توګه له اخلاقي پلوه له ماتې سره مخ شوی دی.


آوا - کابل د افغانستان د اسلامي امارت لوړپوړي غړي انس حقاني په خپله X ټولنیزه پاڼه کې د غزې په تړانګه کې د صهیونیسټي رژيم له خوا د فلسطینیانو وژنه د بشریت ضد جنایت او نسل وژنې یوه بیلګه وبلله او ویې ویل: نړیوال نظم په بشپړه توګه له اخلاقي پلوه سقوط کړی دی.
 
  ښاغلي حقاني زیاته کړه: یو ځل بیا د ګڼو هېوادونو او د بشري حقونو د اړوندو ادارو چوپتیا په اخلاقي ازمایښت کې د دوی ناکامي ښيي او د دوی اعتبار تر بل هر وخت ننګوي.
 
هغه زیاته کړه: دغه وحشیانه جنایتونه او د اسرائیلو د ملاتړو خواشیني ثابتوي چې نړیوال نظم په بشپړه توګه له اخلاقي پلوه له منځه تللی دی.
 
د یادولو وړ ده چې د غزې په تړانګې د صهیونیسټ رژیم حملې وروسته له هغې پیل شوې چې د حماس ځواکونو په نیواکي سیمو باندې په ناڅاپي حملو کښې څه دپاسه ۱۵۰۰ صهیونیسټان ووژل.
 


د مطلب کود: 278331

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278331/د-اسراییلو-وحشیانه-جنایتونه-دې-ښکارندويي-کوي-چې-نړیوال-نظم-له-اخلاقي-پلوه-منځه-تللی-دی

آوا
  https://www.avapress.com