افغان غږ خبری آژانس - هرات: ډاکټر قلندر عباد چې له زلزله ځپلو سیمو څخه لیدنه کړې، وايي چې په زلزله ځپلو سیمو کې یو روغتیايي کلینک جوړیږي.
هغه وايي چې دا مهال د هرات په روغتونونو کې د زلزلې ډېرى ټپيان تر درملنې لاندې دي.
ډاکټر قلندر عباد وايي، طبي ټیمونه په زلزله ځپلو سیمو کې موجود دي او د ټپیانو درملنه کوي.
د هېواد د عامې روغتیا سرپرست وزیر وايي، د عامې روغتیا د طبي ټیم ترڅنګ بېلابېلو کورنیو او بهرنیو موسسو د خلکو په درملنه کې مرسته کړې او دا مرستې لا هم روانې دي.
د هغه په وينا، د بېلابېلو روغتيايي ټيمونو شتون د مرګ ژوبلې مخه نيولې ده.
د بې پولې ډاکټرانو د شمېرو له مخې د هرات په زلزله کې ۲۴۴۵ کسان وژل شوي او ۲۴۴۰ نور ټپیان شوي دي.
باید یادونه وشي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په زلزله ځپلو سیمو کې بشري اړتیاوې "ډیرې لوړې" بللي دي.