کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هرات په زلزله ځپلو سيمو کې يو روغتيايي کلينيک جوړېږي

19 میزان 1402 ساعت 11:52

د اسلامي امارت د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد هرات ته د سفر په ترڅ کې وايي چې په زلزله ځپلو سیمو کې روغتیايي کلینیکونه جوړیږي.


آوا - هرات: ډاکټر قلندر عباد چې له زلزله ځپلو سیمو څخه لیدنه کړې، وايي چې په زلزله ځپلو سیمو کې یو روغتیايي کلینک جوړیږي.
 
هغه وايي چې دا مهال د هرات په روغتونونو کې د زلزلې ډېرى ټپيان تر درملنې لاندې دي.
 
ډاکټر قلندر عباد وايي، طبي ټیمونه په زلزله ځپلو سیمو کې موجود دي او د ټپیانو درملنه کوي.
 
د هېواد د عامې روغتیا سرپرست وزیر وايي، د عامې روغتیا د طبي ټیم ترڅنګ بېلابېلو کورنیو او بهرنیو موسسو د خلکو په درملنه کې مرسته کړې او دا مرستې لا هم روانې دي.
 
د هغه په ​​وينا، د بېلابېلو روغتيايي ټيمونو شتون د مرګ ژوبلې مخه نيولې ده.
 
د بې پولې ډاکټرانو د شمېرو له مخې د هرات په زلزله کې ۲۴۴۵ کسان وژل شوي او ۲۴۴۰ نور ټپیان شوي دي.
 
باید یادونه وشي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په زلزله ځپلو سیمو کې بشري اړتیاوې "ډیرې لوړې" بللي دي.
 


د مطلب کود: 278133

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278133/د-هرات-په-زلزله-ځپلو-سيمو-کې-يو-روغتيايي-کلينيک-جوړېږي

آوا
  https://www.avapress.com