دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۷
د مطلب کود : 278123
د ازبکستان له لوري د هرات له زلزله ځپلو سره سل ټنه بشري مرستې وشوي
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستیال وايي، له ازبکستان څخه نږدې سل ټنه بشري مرستې چې خوراکي توکي، خېمې او کمپلې په کې شاملې دي، د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره افغانستان ته رسېدلې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: له طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت مرستیال شرف الدین مسلم وايي، له ازبکستان څخه نږدې سل ټنه بشري مرستې چې خوراکي توکي، خیمې او کمپلې په کې شاملې دي، د هرات له زیانمنو سره د مرستې په موخه افغانستان ته را رسیدلي دي.
 
د پېښو پر وړاندې د مبارزې مرستیال وزیر د دغو مرستو د ترلاسه کولو پر مهال وویل، چې د افغانستان خلک به په سختو ورځو کې شوې مرستې هېرې نه کړي.
 
په همدې حال کې په هېواد کې د قزاقستان د سفير مرستيال بختیار سرسینبای هم له يوې ژغورونکې ډلې او مرستندويه کارګو سره هرات ته رسېدلى دى او د هرات له والي سره په کتنه کې يې وويل چې قزاقستان له زيانمنو شويو خلکو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دى.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د میزان په ۱۵مه په هرات ولایت کې د زلزلې له امله تر ۲۰۰۰ زرو ډېر کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شول.
 
https://avapress.com/vdcirvarpt1ayz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته