کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ازبکستان له لوري د هرات له زلزله ځپلو سره سل ټنه بشري مرستې وشوي

19 میزان 1402 ساعت 11:07

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستیال وايي، له ازبکستان څخه نږدې سل ټنه بشري مرستې چې خوراکي توکي، خېمې او کمپلې په کې شاملې دي، د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره افغانستان ته رسېدلې دي.


آوا - کابل: له طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت مرستیال شرف الدین مسلم وايي، له ازبکستان څخه نږدې سل ټنه بشري مرستې چې خوراکي توکي، خیمې او کمپلې په کې شاملې دي، د هرات له زیانمنو سره د مرستې په موخه افغانستان ته را رسیدلي دي.
 
د پېښو پر وړاندې د مبارزې مرستیال وزیر د دغو مرستو د ترلاسه کولو پر مهال وویل، چې د افغانستان خلک به په سختو ورځو کې شوې مرستې هېرې نه کړي.
 
په همدې حال کې په هېواد کې د قزاقستان د سفير مرستيال بختیار سرسینبای هم له يوې ژغورونکې ډلې او مرستندويه کارګو سره هرات ته رسېدلى دى او د هرات له والي سره په کتنه کې يې وويل چې قزاقستان له زيانمنو شويو خلکو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دى.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د میزان په ۱۵مه په هرات ولایت کې د زلزلې له امله تر ۲۰۰۰ زرو ډېر کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شول.
 


د مطلب کود: 278123

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278123/د-ازبکستان-له-لوري-هرات-زلزله-ځپلو-سره-سل-ټنه-بشري-مرستې-وشوي

آوا
  https://www.avapress.com