افغان غږ خبری آژانس - د هرات د روغتون سرچینې وایی چې تر اوسه د هرات په مدرسی روغتون کې یو تن مړ او ۵۵ نور ټپیان شوی دی.
په هرات کې نن سهار د لومړۍ زلزلې او درېيو ټکانونو له امله خلک وېرېدلي او سړکونو ته راوتلي دي.
لومړۍ زلزله نن سهار شاوخوا ۵:۱۱ دقیقې د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې یوې زلزلې د هرات ښار او شاوخوا ولایتونه ولړزول. د دغې زلزلې شدت دومره وو چې د مشهد په ګډون د ایران او ترکمنستان په سرحدي ښارونو کې خلک واټونو ته راووتل.
دوهم زلزله د سهار په ۵:۲۲ دقیقو د ۵ ریښتر په اندازه، دریمه زلزله د سهار په ۵:۴۳ دقیقو د ۴.۱ په شدت سره او دریمه زلزله د سهار په ۶:۱۱ دقیقو د ۴،۴ په شدت سره هرات ولړزوله. د دې ټولو زلزلو مرکز د ځمکې له سطحې څخه لس کیلومتره ژوروالی کې و.
د روغتون د سرچینو په وینا، دا چې دا زلزله نن سهار وشوه او خلک ویده وو، نو د مرګ ژوبلې د زیاتیدو احتمال شته.
د بې پولې ډاکټرانو د شمېرو له مخې د هرات په زلزله کې ۲۴۴۵ کسان وژل شوي او ۲۴۴۰ نور ټپیان شوي دي.