کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات کې د نن ورځې زلزلې یو تن وژلی او ۵۵ نور یې ټپیان کړي دي

19 میزان 1402 ساعت 10:04

په هرات کې د روغتون سرچينې وايي، چې په هرات کې د نن ورځې د زلزلې له امله يو تن وژل شوى او ٥٥ نور ټپيان دي. د نن ورځې لومړۍ زلزله د ریښتر په کچه ۶.۳ ثبت شوې ده.


آوا - د هرات د روغتون سرچینې وایی چې تر اوسه د هرات په مدرسی روغتون کې یو تن مړ او ۵۵ نور ټپیان شوی دی.
 
په هرات کې نن سهار د لومړۍ زلزلې او درېيو ټکانونو له امله خلک وېرېدلي او سړکونو ته راوتلي دي.
 
لومړۍ زلزله نن سهار شاوخوا ۵:۱۱ دقیقې د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې یوې زلزلې د هرات ښار او شاوخوا ولایتونه ولړزول. د دغې زلزلې شدت دومره وو چې د مشهد په ګډون د ایران او ترکمنستان په سرحدي ښارونو کې خلک واټونو ته راووتل.
 
دوهم زلزله د سهار په ۵:۲۲ دقیقو د ۵ ریښتر په اندازه، دریمه زلزله د سهار په ۵:۴۳ دقیقو د ۴.۱ په شدت سره او دریمه زلزله د سهار په ۶:۱۱ دقیقو د ۴،۴ په شدت سره هرات ولړزوله. د دې ټولو زلزلو مرکز د ځمکې له سطحې څخه لس کیلومتره ژوروالی کې و.
 
د روغتون د سرچینو په وینا، دا چې دا زلزله نن سهار وشوه او خلک ویده وو، نو د مرګ ژوبلې د زیاتیدو احتمال شته.
 
د بې پولې ډاکټرانو د شمېرو له مخې د هرات په زلزله کې ۲۴۴۵ کسان وژل شوي او ۲۴۴۰ نور ټپیان شوي دي.
 


د مطلب کود: 278111

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278111/په-هرات-کې-د-نن-ورځې-زلزلې-یو-تن-وژلی-او-۵۵-نور-یې-ټپیان-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com