افغان غږ خبری آژانس: د فرانسی ورځپاڼی لی فیګارو د یکشنبه په ورځ یوه سروی خپره کړه چی پکی پوښتنه شوی ده چی ایا فرانسه باید د امریکا ترڅنګ له صهیونیسټ رژیم سره پوځی مرسته وکړی؟ له نیمایي څخه زیاتو فرانسویانو دې پوښتنې ته منفي ځواب ورکړ.
د صهیونیسټ نیواکګر رژیم پرضد د فلسطین دمقاومت (الاقصی طوفان) له کامیابو عملیاتو وروسته د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون د صهیونیسټ رژیم له مشرانو سره په ټیلیفونی اړیکه کښې وویل له دغه رژیم پوځی ملاتړ کوی .
په همدې حال کې فرانسوي اتباعو په پرله پسې ډول د نړۍ په بېلابېلو برخو کې په پالیسي باندې نیوکې کړي او دا چلند د فرانسې له ګټو سره سم نه ارزوي.