دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۱۶
د مطلب کود : 277930
په ننګرهار ولایت کې ۶۵ کیلوګرامه باروت نیول شوې
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ځواکونو د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې ۶۵ بورۍ ګولۍ کشف او ترلاسه کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر دغه خبر خپور کړی او ویلي یې دي: دغه اندازه باروت د جلال آباد ښار له اتمې ناحیې څخه د ملي اردو ځواکونو لاس ته ورغلې او یو تن یې نیولی دی.
 
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې نيول شوي کس نيت درلود چې دغه چاوديدونکي توکي د ورانکارو موخو لپاره له يوې سيمې بلې ته انتقال کړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي وو، چې د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو په تېر یوه کال کې په کابل ولایت کې څه باندې سل میله سپکې او درنې وسلې کشف او ترلاسه کړې دي.
 
https://avapress.com/vdcds50xzyt05n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته