کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار ولایت کې ۶۵ کیلوګرامه باروت نیول شوې

16 میزان 1402 ساعت 16:16

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ځواکونو د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې ۶۵ بورۍ ګولۍ کشف او ترلاسه کړې دي.


آوا - کابل: د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر دغه خبر خپور کړی او ویلي یې دي: دغه اندازه باروت د جلال آباد ښار له اتمې ناحیې څخه د ملي اردو ځواکونو لاس ته ورغلې او یو تن یې نیولی دی.
 
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې نيول شوي کس نيت درلود چې دغه چاوديدونکي توکي د ورانکارو موخو لپاره له يوې سيمې بلې ته انتقال کړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي وو، چې د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو په تېر یوه کال کې په کابل ولایت کې څه باندې سل میله سپکې او درنې وسلې کشف او ترلاسه کړې دي.
 


د مطلب کود: 277930

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277930/په-ننګرهار-ولایت-کې-۶۵-کیلوګرامه-باروت-نیول-شوې

آوا
  https://www.avapress.com