دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۲۲
د مطلب کود : 277905
راشد خان د افغانستان په لویدیځ کې زلزله ځپلو سره مرسته کوي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان د افغانستان په لوېدیځ کې د وروستۍ زلزلې په اړه په اکس پاڼه کې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس: نوموړی وايي، د ۲۰۲۳ کال د کرکټ نړیوال جام لپاره د فیس په توګه ورکړل شوې پیسې به زلزله ځپلو ته ورکړي.
 
هغه دا هم وويل چې ډېر ژر به له دغو زلزله ځپلو سره د مرستو راټولولو کمپاين پيل کړي.
 
د افغانستان د طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې په هرات ولایت کې د شنبې د ورځې د زلزلې له امله تر ۲۰۵۳ ډېر کسان وژل شوي او تر ۱۰۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.
 
د امريکا د جيولوجيکي سروې د معلوماتو له مخې، پرون له غرمې مخکې د رېختر په کچه د ٦،٣ درجې زلزلې د افغانستان لوېديځ ولړزاوه، چې وروسته يې څو ټکانونه هم محسوس شول.
 
https://avapress.com/vdcfxed0tw6de1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته