کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

راشد خان د افغانستان په لویدیځ کې زلزله ځپلو سره مرسته کوي

16 میزان 1402 ساعت 14:22

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان د افغانستان په لوېدیځ کې د وروستۍ زلزلې په اړه په اکس پاڼه کې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.


آوا: نوموړی وايي، د ۲۰۲۳ کال د کرکټ نړیوال جام لپاره د فیس په توګه ورکړل شوې پیسې به زلزله ځپلو ته ورکړي.
 
هغه دا هم وويل چې ډېر ژر به له دغو زلزله ځپلو سره د مرستو راټولولو کمپاين پيل کړي.
 
د افغانستان د طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې په هرات ولایت کې د شنبې د ورځې د زلزلې له امله تر ۲۰۵۳ ډېر کسان وژل شوي او تر ۱۰۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.
 
د امريکا د جيولوجيکي سروې د معلوماتو له مخې، پرون له غرمې مخکې د رېختر په کچه د ٦،٣ درجې زلزلې د افغانستان لوېديځ ولړزاوه، چې وروسته يې څو ټکانونه هم محسوس شول.
 


د مطلب کود: 277905

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277905/راشد-خان-د-افغانستان-په-لویدیځ-کې-زلزله-ځپلو-سره-مرسته-کوي

آوا
  https://www.avapress.com