افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوست د اقتصاد ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو د پروژې د خدمتونو د دفتر (UNOPS) په مالي مرسته او د خوست ولایت د پرمختیايي خدمتونو د انستیتوت په مرسته د دغو پروژو د پیل خبر ورکړی دی. د دې ولایت د سپېرې ولسوالۍ
د دغې خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې د کليوالي سړکونو جوړول، استنادي دېوالونه او د اوبو لګولو د کانالونو پاکول شامل دي او د دغو پروژو لګښت نږدې ٣٠ ميليونه افغانۍ دى.
د يادو پروژو په پلي کېدو سره د دې ولسوالۍ ۱۹۵۵ اوسېدونکو ته د کار زمينه برابره شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د کورنيو او بهرنيو بنسټونو له خوا ګڼې پرمختيايي پروژې روانې دي.