کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په خوست کې د ۲۹ پرمختیايي پروژو کار پیل شو

16 میزان 1402 ساعت 10:55

د خوست ولايت د اقتصاد رياست چارواکي وايي، په خوست ولايت کې د ملګرو ملتونو (UNOPS) په مرسته د ۳۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د ۲۹ پروژو کار پيل شوی دی.


آوا - کابل: د خوست د اقتصاد ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو د پروژې د خدمتونو د دفتر (UNOPS) په مالي مرسته او د خوست ولایت د پرمختیايي خدمتونو د انستیتوت په مرسته د دغو پروژو د پیل خبر ورکړی دی. د دې ولایت د سپېرې ولسوالۍ
 
د دغې خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې د کليوالي سړکونو جوړول، استنادي دېوالونه او د اوبو لګولو د کانالونو پاکول شامل دي او د دغو پروژو لګښت نږدې ٣٠ ميليونه افغانۍ دى.
 
د يادو پروژو په پلي کېدو سره د دې ولسوالۍ ۱۹۵۵ اوسېدونکو ته د کار زمينه برابره شوې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د کورنيو او بهرنيو بنسټونو له خوا ګڼې پرمختيايي پروژې روانې دي.
 


د مطلب کود: 277892

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277892/په-خوست-کې-د-۲۹-پرمختیايي-پروژو-کار-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com