دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۲۲
د مطلب کود : 277857
یوې زورورې زلزلې د هرات ښار ولړزاوه
د ریښتر په کچه د ۶،۳ درجې یوې قوي زلزلې هرات او ګاونډي ولایتونه ولړزول. دغه زلزله د ایران او ترکمنستان په سرحدي ښارونو کې هم احساس شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: نن سهار په ځايي وخت ۱۱:۱۱ دقیقې یوې زورورې زلزلې چې د ریښتر په کچه ۶.۳ درجې وه، هرات او نور ګاونډي ولایتونه ولړزول.
 
د زلزلې د نړیوالو معلوماتو له مخې، د دغې زلزلې مرکز د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ په مرکز و.
 
  دغه راز د ریشتر په کچه د ۵.۵ درجې یوې زلزلې بیا د هرات ځینې برخې ولړزولې چې په سیمه ییز وخت ۱۱:۲۰ ول.
 
دغې زلزلې خلک وېرېدلي او له خپلو کورونو څخه سړکونو ته وتلي دي. دا مهال د زلزلې له امله د هرات ښار په ټولو برخو کې برېښنا پرې شوې ده.
 
  تر اوسه د دغې زلزلې له امله د ځاني او مالي زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
 
https://avapress.com/vdcbszb5zrhbzwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته