کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یوې زورورې زلزلې د هرات ښار ولړزاوه

15 میزان 1402 ساعت 12:22

د ریښتر په کچه د ۶،۳ درجې یوې قوي زلزلې هرات او ګاونډي ولایتونه ولړزول. دغه زلزله د ایران او ترکمنستان په سرحدي ښارونو کې هم احساس شوې ده.


آوا - هرات: نن سهار په ځايي وخت ۱۱:۱۱ دقیقې یوې زورورې زلزلې چې د ریښتر په کچه ۶.۳ درجې وه، هرات او نور ګاونډي ولایتونه ولړزول.
 
د زلزلې د نړیوالو معلوماتو له مخې، د دغې زلزلې مرکز د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ په مرکز و.
 
  دغه راز د ریشتر په کچه د ۵.۵ درجې یوې زلزلې بیا د هرات ځینې برخې ولړزولې چې په سیمه ییز وخت ۱۱:۲۰ ول.
 
دغې زلزلې خلک وېرېدلي او له خپلو کورونو څخه سړکونو ته وتلي دي. دا مهال د زلزلې له امله د هرات ښار په ټولو برخو کې برېښنا پرې شوې ده.
 
  تر اوسه د دغې زلزلې له امله د ځاني او مالي زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
 


د مطلب کود: 277857

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277857/یوې-زورورې-زلزلې-د-هرات-ښار-ولړزاوه

آوا
  https://www.avapress.com