افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د ملی پراختیایی شرکت مشر فرید عظیمی نن (شنبه، میزان ۱۵)
افغان غږ خبری آژانس ته وویل، چې د قوش تپې کانال د لومړی فاز چارې له ۱۸ میاشتو وروسته بشپړې شوی دی.
د قوش تپې کانال لومړی فاز ۱۰۸ کیلومتره اوږدوالی درلود چې د امو له سیند څخه پیل او د دولت آباد په ولسوالۍ کې پای ته ورسېد.
د ملي پراختيا ادارې د مطبوعاتو مسوول اکبر جاهد هم
افغان غږ خبری آژانس ته وويل، چې د لومړي فاز کار بايد د دوو کلونو په موده کې ترسره شوى واى، خو د مسوولينو په هڅو سره له ټاکلې نېټې مخکې بشپړ شو.
هغه دا هم وويل، چې د لومړي پړاو د کار لګښت له ټاکل شوې اندازې څخه کم و، چې د پرانيستې په ورځ به اعلان شي.
د ملي پراختيا ادارې مطبوعاتي مسوول زياته کړه، چې د لومړي پړاو په پاى ته رسېدو سره د دويم پړاو د سروې او ډيزاين کار روان دى.
د دغه کانال دویم پړاو د بلخ له دولت آباد ولسوالۍ څخه پیل او د شبرغان له آقچې ولسوالۍ څخه تر تېرېدو وروسته د فاریاب په اندخوی ولسوالۍ کې چې ۱۷۷ کیلومتره اوږدوالی لري پای ته رسېږي.
په دریم پړاو کې د فرعي چینلونو پروژه هم شامله ده.
د غوشتپې کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی، ۸.۵ متره پلنوالی لري او په یوه ثانیه کې ۶۶۸.۴ متر مکعبه اوبه انتقالوي.
د دغه کانال په بشپړیدو سره به د هېواد په شمال کې ۵۸۰ زره هکتاره ځمکه په کرنیزو ځمکو بدله شي.