کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د قوش تپې کانال لومړی فاز له ۱۸ میاشتو وروسته بشپړ شو

15 میزان 1402 ساعت 9:53

د ملي پراختيا رياست چارواکي د قوش تپې کانال د لومړي فاز د بشپړېدو خبر ورکوي او وايي، چې د لومړي فاز کار به ۱۸ مياشتې وروسته بشپړ او په نږدې راتلونکي کې به پرانيستل شي.


آوا - مزارشریف: د ملی پراختیایی شرکت مشر فرید عظیمی نن (شنبه، میزان ۱۵) آوا ته وویل، چې د قوش تپې کانال د لومړی فاز چارې له ۱۸ میاشتو وروسته بشپړې شوی دی.
 
د قوش تپې کانال لومړی فاز ۱۰۸ کیلومتره اوږدوالی درلود چې د امو له سیند څخه پیل او د دولت آباد په ولسوالۍ کې پای ته ورسېد.
 
د ملي پراختيا ادارې د مطبوعاتو مسوول اکبر جاهد هم آوا ته وويل، چې د لومړي فاز کار بايد د دوو کلونو په موده کې ترسره شوى واى، خو د مسوولينو په هڅو سره له ټاکلې نېټې مخکې بشپړ شو.
 
هغه دا هم وويل، چې د لومړي پړاو د کار لګښت له ټاکل شوې اندازې څخه کم و، چې د پرانيستې په ورځ به اعلان شي.
 
  د ملي پراختيا ادارې مطبوعاتي مسوول زياته کړه، چې د لومړي پړاو په پاى ته رسېدو سره د دويم پړاو د سروې او ډيزاين کار روان دى.
 
د دغه کانال دویم پړاو د بلخ له دولت آباد ولسوالۍ څخه پیل او د شبرغان له آقچې ولسوالۍ څخه تر تېرېدو وروسته د فاریاب په اندخوی ولسوالۍ کې چې ۱۷۷ کیلومتره اوږدوالی لري پای ته رسېږي.
 
په دریم پړاو کې د فرعي چینلونو پروژه هم شامله ده.
 
د غوشتپې کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی، ۸.۵ متره پلنوالی لري او په یوه ثانیه کې ۶۶۸.۴ متر مکعبه اوبه انتقالوي.
 
د دغه کانال په بشپړیدو سره به د هېواد په شمال کې ۵۸۰ زره هکتاره ځمکه په کرنیزو ځمکو بدله شي.
 


د مطلب کود: 277838

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277838/د-قوش-تپې-کانال-لومړی-فاز-له-۱۸-میاشتو-وروسته-بشپړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com