دخپریدو نیټه :جمعه ۱۴ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۴۷
د مطلب کود : 277818
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر د ایران د بهرنیو چارو وزیر ته بلنه ورکړه چې د دواړو هېوادونو د فوټبال ټیمونه وګوري
د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلیفوني خبرو کې د اقتصادي، سوداګریزو، پانګونې او سیاحت په ګډون په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو د چټکتیا پر اړتیا ټینګار وکړ. همدارنګه په دې خبرو کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د ایران د بهرنیو چارو وزیر ته بلنه ورکړه چې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د فوټبال سیالۍ وګوري.
افغان غږ خبری آژانس: د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو موافقه کړې چې د دواړو هېوادونو د ورزشي ادارو ترمنځ د وروستیو ستونزو د هواري لپاره د دواړو هېوادونو د کلبونو د سیالیو په لړ کې د درناوي لاره د حل لپاره غوره کړی او متقابل عمل، خبرې اترې او تفاهم سره دا مشکل حل کړي.
 
د تسنیم په وینا، د سعودي د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان ته بلنه ورکړه چې په سعودي عربستان کې د فوټبال په لومړۍ لوبه کې ګډون وکړي.
 
د يادونې وړ ده، چې تېره اونۍ د سعودي عربستان د اتحاد لوبډلې او د ايران د سپاهان تر منځ لوبه، چې ټاکل شوې وه د اسيايي سياليو په لړ کې د اصفهان په نقش جهان لوبغالي کې ترسره شي، د سعودي لوبډلې د نه شتون له امله لغوه شوه.
https://avapress.com/vdcizyarvt1ayv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته