دخپریدو نیټه :جمعه ۱۴ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۶
د مطلب کود : 277817
اسلام آباد د افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیت په لاره کې خنډونه جوړ کړي دي
د پاکستان په اسلام آباد کې د افغانستان د سفارت وايي چې په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د ستونزو تر څنګ د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت له افغانستان سره د ټرانزیټ او دوه اړخیزې سوداګرۍ په برخه کې هم خنډونه جوړ کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پنجشنبې په ورځ (د میزان ۱۳ مه) دغه سفارت په اکس پاڼه کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې پاکستاني لوري په دې وروستیو کې د افغانستان د ترانزیت پر وړاندې بېلابېلې ستونزې رامنځته کړې دي.
 
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت زیاته کړې، چې په تېرو وختونو کې د تورخم دروازې د تړل کېدو او پر پوله د افغانستان د صادراتي توکو د تګ راتګ د ځنډېدو له امله د افغان سوداګرو ډېر مالونه له منځه تللي او سوداګرو ته ډېر زیانونه اوښتي دي.
 
په اعلامیه کې راغلي چې د پاکستان حکومت د پروسس فیس تر نامه لاندې پر ځینو ترانزیتي توکو د ۱۰ سلنه مالیې د لګولو ترڅنګ له افغان سوداګرو څخه د ټرانزیټي توکو لپاره د ۱۰۰ سلنه بانکي ضمانت غوښتنه کړې چې د سفارت په باور د سوداګرو د وسه بهر دی.
 
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت دغه راز زیاته کړې، څو ځلې یې هڅه کړې، چې له پاکستان سره د خبرو له لارې ستونزې هوارې کړي، خو د اسلام اباد له ژمنو سره سره بیا هم ستونزې زیاتې شوې دي.
 
سفارت د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د افغانستان په ټرانزیټي برخه کې پراته خنډونه لرې کړي.
 
د افغانستان سفارت هم یادونه وکړه چې د دې وضعیت دوام د هیچا په ګټه نه دی او د دغو ستونزو دوام به د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ او دوه اړخیزو اړیکو منفي اغېز وکړي.
 
باید وویل شي، چې له دغه هېواد څخه د څه باندې یو میلیون افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان له وروستۍ پرېکړې وروسته، د پناه غوښتونکو د توقیف او جبري شړلو لړۍ پیل شوې او د راپورونو له مخې، د قانوني اسنادو لرونکي کسان هم نیول شوي دي.
 
د دې ترڅنګ د اسلامي امارت چارواکي ادعا کوي، چې پاکستان تل د افغان سوداګرو د مالونو د واردولو د مخنیوي لپاره عذرونه کوي.
 
پرون د دفاع وزارت سرپرست او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په ګډون د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو پر پاکستان سختې نیوکې وکړې.
https://avapress.com/vdchzqniq23nq6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته