افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د کندز د بیارغونې او پراختیا ریاست د چارواکو د معلوماتو له مخې، د ۹ میلیونه ۹۳۰ زره ۳۸ افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دغې شبکې د جوړېدو چارې نن پنجشنبه د میزان ۱۳ مه پیل شوې. د دغه ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ په "ناخيهاي" کلي کې د مرستندويه ادارې او ځايي خلکو په مالي مرسته پيل شوه.
د دوی په خبره، د دې شبکې د کار په بشپړېدو سره به ۱۷۸ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ولري.
دغه راز په خبرپاڼه کې زياته شوې چې د اوبو رسولو د دغې شبکې د جوړېدو په ترڅ کې به لسګونه ټنه ۸۷ تنو ته د کار زمينه برابره شي.