کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندز کې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار پیل شو

13 میزان 1402 ساعت 14:21

د کندز د بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا په مرسته د اوبو رسولو د یوې شبکې کار پیل شوی دی.


آوا - مزارشریف: د کندز د بیارغونې او پراختیا ریاست د چارواکو د معلوماتو له مخې، د ۹ میلیونه ۹۳۰ زره ۳۸ افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دغې شبکې د جوړېدو چارې نن پنجشنبه د میزان ۱۳ مه پیل شوې. د دغه ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ په "ناخيهاي" کلي کې د مرستندويه ادارې او ځايي خلکو په مالي مرسته پيل شوه.
 
  د دوی په خبره، د دې شبکې د کار په بشپړېدو سره به ۱۷۸ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ولري.
 
دغه راز په خبرپاڼه کې زياته شوې چې د اوبو رسولو د دغې شبکې د جوړېدو په ترڅ کې به لسګونه ټنه ۸۷ تنو ته د کار زمينه برابره شي.
 


د مطلب کود: 277772

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/277772/په-کندز-کې-د-څه-باندې-۹-میلیونه-افغانیو-لګښت-اوبو-رسولو-یوې-شبکې-کار-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.net