دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۱۸
د مطلب کود : 277771
د مهاجرت نړیوال سازمان په ننګرهار کې یو ښوونځی جوړ کړ
په ننګرهار ولایت کې سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې د مهاجرت نړیوالې ادارې (IOM) د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د زده کوونکو لپاره یو ښوونځی جوړ کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه ښوونځی چې ۱۴۵ زره امریکایی ډالره لګښت پرې راغلی، د ۸ میاشتو په موده کې جوړ شو.
 
د ننګرهار ولايت د پوهنې رئيس حبيب حضرت حقاني وايي، ياده ودانۍ د اتو مياشتو په موده کې جوړه شوې او اته درسي ټولګي، څلور اداري خونې او نور ملحقات لري.
 
د ننګرهار د پوهنې رييس زياته کړه چې د دغې ودانۍ په جوړېدو سره د لسګونو زده کوونکو د سرپناه ستونزه هواره شوې ده.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د مهاجرت نړيوال سازمان په دغه ولايت کې د نجونو د يوه ښوونځي د زده کوونکو لپاره ودانۍ جوړه کړې وه.
 
https://avapress.com/vdcguu9xqak9uu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته