دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۱
د مطلب کود : 277755
اسلامي امارت دې د «غوره قاریان» په معرفي کولو کې له موږ سره همکاري وکړي
د اسلامي جمهوریت د اوقافو او خیریه چارو ادارې رئیس د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له اداري او مالي مرستیال سره وکتل او د دغه وزارت د قرآن کریم په جوماتونو کې یې د "ممتاز قاریانو" د معرفي کولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په خپله X ټولنیزه پاڼه کې لیکلي دي: د ایران د اسلامي جمهوریت د اوقافو او خیریه چارو د ادارې مشر سید مهدي خاموش د دغه وزارت له اداري او مالي مرستیال عارف الله عارف سره په کتنه کې د دغه هېواد د قرآن کریم په سیالیو کې د غوره قاریانو د معرفي کولو په برخه کې د اسلامي امارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
دواړو لورو د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په اړه هم خبرې کړې دي.
 
په همدې حال کې د ایران او افغانستان اړیکې د بل هر وخت په پرتله په اقتصادي برخه کې ښه شوي دي.
 
https://avapress.com/vdciwyarwt1ayy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته