کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایران د اوقافو او خیریه چارو اداره:

اسلامي امارت دې د «غوره قاریان» په معرفي کولو کې له موږ سره همکاري وکړي

13 میزان 1402 ساعت 11:11

د اسلامي جمهوریت د اوقافو او خیریه چارو ادارې رئیس د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له اداري او مالي مرستیال سره وکتل او د دغه وزارت د قرآن کریم په جوماتونو کې یې د "ممتاز قاریانو" د معرفي کولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.


آوا: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په خپله X ټولنیزه پاڼه کې لیکلي دي: د ایران د اسلامي جمهوریت د اوقافو او خیریه چارو د ادارې مشر سید مهدي خاموش د دغه وزارت له اداري او مالي مرستیال عارف الله عارف سره په کتنه کې د دغه هېواد د قرآن کریم په سیالیو کې د غوره قاریانو د معرفي کولو په برخه کې د اسلامي امارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
دواړو لورو د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په اړه هم خبرې کړې دي.
 
په همدې حال کې د ایران او افغانستان اړیکې د بل هر وخت په پرتله په اقتصادي برخه کې ښه شوي دي.
 


د مطلب کود: 277755

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277755/اسلامي-امارت-دې-د-غوره-قاریان-په-معرفي-کولو-کې-له-موږ-سره-همکاري-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com